IQNA

 په برلين  کې د حجاب او دیني نښو د کارولو د آزادۍ هڅې

11:42 - April 28, 2025
د خبر لمبر: 3491027
ایکنا – د جرمنمی  پلازمینه برلين، نن سبا د «مذهبي بې طرفۍ قانون» د لغوه کولو په موخه د هڅو شاهد دی، کوم چې کابو  ۲۰ کاله وړاندې پلی شوی او د حکومتی ادارو کارکوونکي، په تېره بیا د پولیسو افسران، په کاري ځایونو کې له مذهبي سمبولونو کارولو منع کوي. دا وړاندیز د شنو ګوند لخوا شوی دی.

ایکنانیوز د القدس العربي په حواله راپور راکوي، که دا  وړاندیز تصویب شي، نو برلين به لومړنۍ اروپايي پلازمېنه وي چې ښځینه پولیسو افسرانو ته به اجازت ورکړل شي چې د رسمي دندو پر مهال حجاب واغوندي.

د «نبرلینر تاګس اشپیګل» ورځپاڼې په وینا، تمه کېږي د برلين پارلمان د ایسټر رخصتیو (د عیسویانو مذهبي اختر) وروسته په یوه غونډه کې، چې کیدای شي د دې ښار د کارموندنې او عامه خدمتونو په پالیسیو کې یو مهم بدلون رامنځته کړي، دا وړاندیز بحث ته وړاندې کړي.

د شنو ګوند استازې توبا بوزکورت د مذهبي بې طرفۍ قانون د سترمنو ښځو لپاره په عملي توګه د کارونو مخنیوی بللی دی. هغې د برلینر تاګس اشپیګل سره په خبرو کې ویلي: «لوړې وړتیاوې او صلاحیتونه لرونکې ښځې د سکارف  او حجاب له امله له خپل مسلک څخه منع کېږي، چې دا کار، په تیره بیا  د مهارت لرونکو کارکوونکو د کمښت په بحران کې، د منلو وړ نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د برلين اوسني بې طرفۍ قانون قاضیان او د پولیسو افسران په کاري وخت کې له مذهبي سمبولونو کارولو منع کوي. خو، ښوونکي له قانوني ننګونو وروسته، چې وروستی یې د فیدرالي اساسي محکمې حکم و، له دې بندیز څخه معاف دي.

که څه هم په برلين کې د حاکم ایتلاف (د جرمنی د مسیحي دیموکرات اتحاد (SPD) او سوشل دیموکرات ګوند (CDU)) په ۲۰۲۳ کال کې ژمنه کړې وه چې دا قانون به د محکمې د پرېکړو سره سم اصلاح کړي، خو دا اصلاحات تر اوسه نه دي پلي شوي.

د دې قانون لغوه کول به په آلمان او اروپا کې جنجالي وي. دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د مسلمانانو شمېر له پنځو میلیونو څخه اوښتی او دوی د دغه هېواد تر ټولو لوي مذهبي اقلیت ګرځېدلي دي.

په کاري ځایونو کې د حجاب موضوع په جرمني ټولنه کې د یوځای کېدو او کلتوري خلاصون په اړه یوه له مهمو بحثونو څخه ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4278506  

captcha